پکتیکا کې د مرمرو قیمتي تېږې موندل شوې

لخوا Aamaj News

دغه څرګندونې د پکتیکا ولایت د کانونو او پترولیم رئیس او ورسره مل مسلکي ټیم د یاد ولایت اړوند سپین څک سیمه کې د لومړنۍ سروې ترسره کولو پر مهال وکړې.

د کانونو او پترولیم رئیس مولوي نظر ګل صیاد او ورسره مل مسلکي ټیم د یاد ولایت مرکز ښرنې اړوند سپین څک سمیه کې د کاني ظواهرو د تثبیت په پار لومړنۍ سروې تر سره کړه چې په ترڅ کې یې د معدني موادو په ځانګړي ډول د مرمر قیمتي ډبرو نمونې تر لاسه شوې دي.

مولوي نظر ګل صیاد وویل، د دوی د دغو قیمتي تېږو د موندنې تر څنګ د یادې سیمې د ډبرو سکارو کان کېندنې له چارو هم لېدنه وکړه او په دغه لېدنه کې یې د سکارو کېندنې قرار دادي ته لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي زیاته کړه دوی نن د مسلکي ټیم له مخي د دې ولایت سپین څک سیمه کې لومړنۍ سروې ترسره کړه چې په پایله کې یې د مرمرو قیمتي ډبرې موندلې دي.

د دوی په خبره چې دوی به د پکتیکا ولایت بېلابېلو سیمو کې د مسلکي انجنیرانو پر مټ په بېلا بېلو برخو کې ورته سروې ګانې ترسره کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ