د پکتیکا والي: د شهید هر یتیم ته به د هغه د پلار مینه ورکړم

لخوا Aamaj News

دغه څرګندونې د پکتیکا والي تېره ورځ د ارګون ولسوالۍ پیر کوتې سیمه کې د شل کلن ستړي مزل د شهیدانو له ګلالیو یتیمانو سره په ناسته کې وکړې.

په دې اړه جوړو شو مراسمو کې د پکتیکا والي، د یني علماوو، قومي مخورو، ځوانانو او د یادې ولسوالۍ د شهیدانو یتیمو ماشومانو برخه لرله.

د پکتیکا والي، مولوي عبدالله مختار په یاده غونډه کې د شل کلن ستړي مزل د بریا په پار قرباني شو شهیدانو قربانې او سرښېندنې وستایلې او زیاته یې کړه چې د دوی د سرښېندنو او قربانیو پایله ده چې نن د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سولې سمبول سپین رنګ بیرغ رپاند دی او ولس د خوښي احساس کوي.

مختار وویل، دوی به هیڅکله د تللیو شهیدانو قربانۍ هېرې نه کړي او د هر شهید یتیم ته به د هغه د پلار مینه ورکوي څو هغوی ځانونه د پلار له شرینې مینې محروم ونه ګڼي.

نوموړي زیاته کړه، د بې سر پنا او یتیمو ماشومانو لپاره یې د دې ولایت بېلا بېلو سیمو کې روزنتونونه په پام کې نیولي چې د یادو ګلالیو یتیمو ماشومانو د سمې روزنې په موخه به جوړېږي.

د یادونې ده چې د غونډې په پای کې د شهیدانو کورنیو له غړو سره نقدي مرستې هم وشې چې په دې سره به د دوی د کورنیو څه ناڅه اقتصادي ستونزې راکمې شي او د شهیدانو یادونه به ورسره تازه شي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

K-TV katholisches Fernsehen November 5, 2023 - 5:56 am

Superb post however I was wanting to know if you could write a litte more on this topic? I’d be very grateful if you could elaborate a little bit more.

ځواب

یو نظر پریږدئ