پکتیکا کې دوه بابه ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

لخوا Aamaj News

د پکتیکا ولایت زرغون ښار ولسوالۍ کې نن دووه بابه ښوونځي د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري په داسي حال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول چې د پوهنې رئیس یې ملتیا کوله.

د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس، مولوي خان محمد احمد د یادو ښوونځیو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل؛ دغه دوه بابه ښوونځي چې یو یې د نارینه او بل یې د ښځینه زده کوونکو لپاره د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د ولسي تړون اقرا برنامې له لوري د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ چې د اقرا ښوونځی یې شپږ او د بي بي زهرا ښوونځی یې څلور درسي خونې لري.

احمد وویل، د یادو ښونځیو چارې د یو کال په موده کې په سم کیفیت بشپړې او د مالي لګښت چارې یې د نړیوال بانک له لوري مخ ته وړل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، د پکتیکا ولایت په بېلا بېلو سیمو کې یې د ۱۸۵ بابه ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پیل کړې، د۶۰ بابه ښوونځیو لپاره یې ودانۍ جوړې او پاتې نورې یې تر کار لاندې دي چې په راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د پوهنې رئیس، عبدالقیوم فرقاني وویل، د پوهنې بهیر پیاوړتیا یې په کاري لومړیتوبونو کې ده او دې برخې ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

نوموړي وویل، د دغو ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړېدلو ته زیاته اړتیا لېدل کېده ځکه تر دې وړاندي به ګلالیو زده کونکو په یاده سیمه کې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولې.

د سیمې اوسېدونکي د ښوونځي په جوړېدو خوښي ښیي او زیاتوي چې د راتلونکي لپاره دي ورته په یاده سیمه کې د نارینه و تر څنګ د ښځینه زده کونکو لپاره هم تر دولسم پوري د زده کړو کولو مجهز ښوونځي جوړ کړي څو یې ګلالي ماشومان د پوهې په ګاڼه سمبال شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ