پکتيکا کې د ژوندي ورک شوي اولسي وګړي جسد وموندل شو

لخوا Aamaj News

د تري تم شوو خلکو د لټون په دوام وړمه ورځ د پکتیکا ولایت وازیخوا ولسوالۍ اړوند خضرخیلو کلي ته څېرمه د یو تن جسد وموندل شوی.

د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان، عبدالله منیر په وینا مقتول محمد هاشم نومېږي چې د امیرجان زوی او د خضرخیلو کلي اوسیدونکی دی.

دهغه په خبره محمدهاشم د تېر واړه اختر په ۵ نېټه د پخوانۍ ادارې د کارکوونکو لخوا تري تم شوی و، چې بالاخره یې جسد وړمه ورځ د مجاهدینو تر شاوخوا یوې میاشتې پرله پسې هڅو او تلاش وروسته یاد کلي ته څېرمه له لس کلن کوهي څخه را وایستل شو.

د مړي د جسد سپارلو په مناسبت ستري اولسي غونډې ته امنیه قومندان په خپله وینا کې د هغه کورنۍ ته د تسلیت ترڅنګ د استخباراتو له کارکوونکو او ټولو مجاهدینو او خلکو څخه مننه وکړه چې په دې برخه کې یې ستړیا ګاللې، د خپل ملت په مظلومیت کې یې ځان شریک بللی او په ډېر ښه ډول یې خپل مسؤلیت ترسره کړی.

غونډې ته وینا والو په خپلو خبرو کې دغه جنایت په کلکو ټکو غندلی او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکي کې دغه ډول وحشتونه او خپل سري جنایات تکرار نشي.

دوی د ولسوالۍ د مسؤلینو پروخت اقدام او مسؤلانه چلند د ستایني وړبللی چې په وینا یې له پخواني ادارې یې د داسې صادقانه حکومتولۍ او له مظلومانو سره د مرستي تمه نشوای درلودلای.

پاته دي نه وي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په هیواد کې بېشمېره اولسي وګړي تري تم کړل شوي، چې وروسته یې د ځینو جسدونه موندل شوي او د نورو یې لا برخلک نه دی معلوم.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ