د پکتیکا یحی خېلو ولسوالۍ کې د طالبانو د شهیدانو په ویاړ غونډه جوړه شوې وه

لخوا Aamaj News

د پکتیکا ولایت یحی خېلو ولسوالۍ کې نن د هغو شهیدانو په ویاړ غونډه جوړه شوې وه چې د سپېڅلې او پاکې لارې په شل کلن ستړي مزل کې یې خپلې ځوانۍ نظرانه کړې او نن د مجاهدینو په لیکو کې شتون نه لري.

د پکتیکا والي مولوي عبدالله مختار د یحی خېلو ولسوالۍ د طالبانو د شهیدانو په ویاړ جوړې شوې غونډه کې د دوی سرښیندنې او قربانې وستایلې او د ټولو شهیدانو کورنیو ته څرګند کړ چې د طالبانو به د دوی قربانۍ هیڅکله هېرې نه کړي او له دوی سره به په ټولو برخو کې په بشپړ ډول همکار وي.
نوموړي زیاته کړه، مجاهدینو د دوو موخو په پار قربانۍ ورکولې چې یوه یې شهادت او بله یې د هېواد خپلواکۍ وه چې ژوندي یې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو او شهیدان یې د شهادت ارمان ته ورسېدل.

بل لورته بیا دیني علماوو او د یحی خیل قومي مخورو په خپلو خبرو کې د پکتیکا له ولایتي ادارې څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې خپلې کړې ژمني دي عملي کړي او دوی به په دې برخه کې ورسره کلک ملاتړي وي.

مشرانو دغه راز وویل، چې د یحی خېلو ولسوالۍ ولسونو ته دي لا زیاته پاملرنه وکړي ځکه د دوی کړېدلي ولس په ټولو نظامونو کې تر بل هر چا زیات زیان لېدلی. د دوی په خبره چې د پکتیکا ولایت یحی خېلو ولسوالۍ ولسونو په ټولو نظامونو کې تر ټولو زیات زیان لېدلی نو اړینه ده چې یتېمانو ته یې لازمه او هر اړخېزه پاملرنه وشي څو ځانونه بې پلاره ونه ګڼي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ