‎د پکتیکا په زرغون ښار ولسوالي کې یو باب ښوونځی ګټې اخستنې ته وسپارل شو

لخوا Aamaj News

‎د پکتیکا ولایت زرغون ښار ولسوالي اړوند خیر لنډو سیمه کې، د ۶.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت یو باب ښوونځی له ملحقاتو (د څښاک پاکو اوبو څاه او ۵ سیټه تشنابونو) سره مل، د پوهنې ریاست مسئولینو ته رسماً تسلیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

‎ په دې اړه جوړه شوې غونډه د پوهنې ریاست استازو هم پکې برخه لرله د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي خان محمد احمد وویل: د دغه ښوونځي چارې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې، د ولسي تړون ملي پروګرام، د اقرا برنامې تر چتر لاندې، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې پیل شوې وې چې، څو ورځې وړاندې یې ودانیزې چارې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

‎د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست په استازیتوب د یاد ریاست تدریسي مرستیال مولوي عبدالقیوم فاروقي وویل: چې د یاد ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړېدل یوه اړتیا وه، چې په جوړېدو سره به یې د دغې سیمې زیات شمېر ماشومان په مناسب چاپیریال کې د زده کړو له بهیر څخه برخمن شي.

‎د “نعمانیه” په نوم دغه ښوونځی، لس درسي خونې لري او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.

‎د دغې سیمې اوسېدونکو د یاد ښوونځي پر جوړېدو خوښي وښوده او له مسئولینو یې د ښوونځي د جوړېدو له کبله مننه وکړه.

‎د یادونې ده، چې په زرغون ښار ولسوالي کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د (اقرا) برنامې پر مټ، په بیلابیلو سیموکې ورته ښوونځي جوړ شوي چې د ځینو یې ساختماني چارې دوام لري او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ