دغه څرګندونې د پکتیکا مرستیال والي نن د دې ولایت مرکزي زندان څخه د لېدنې پر مهال وکړې.
د طالبان رئیس الوزرا د حکم له مخي د هېواد ټولو زندانونو د عمومي وضعیت څېړنې په موخه په هر ولایت کې هیئتان ټاکل شوي، څو د زندانیانو ټولو ستونزو او غوښتنو ته وخت پر وخت رسېدنه وکړي، ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې په خپل وخت له مرکزي دولت سره شریک کړي.
په دې تړاو د پکتیکا مرستیال والي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رئیس مولوي نعمت الله مخلص، د پوهنې رئیس مولوي میرزالي خان سعید او د شهري محکمې رئیس مولوي محمد اشرف ابو خالد یې ملتیا کوله نن د پکتیکا عمومي زندان څخه لېدنه وکړه.
د پکتیکا مرستیال والي، مولوي محب الله حماس له زندان څخه د لېدنې پر مهال وویل، دوی د رئیس الوزار د حکم په اساس د زندان عمومي وضعیت څېړنې په پار ټاکل شوي او هڅه به یې دا وي چې د زندانیانو ټولو شته ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو ته سمه او پر وخت رسېدنه وکړي او زندانونه پر زده کړه ییزو مرکزونو بدل کړي.
حماس زیاته کړه، د زندان ستونزې او غوښتنې به په خپل وخت له اړوند چارواکو سره د حل په موخه شریکوي او زندانیانو ته به ټول اړین سهولتونه برابروي.
د عمومي زندان مسؤل ملا محمد خان مفتون او زندانیانو په خپل وار سره له ولایتي ادارې څخه مننه وکړه چې تل یې د دوی غږ اورېدلی او د دوی ستونزو او غوښتنو ته یې د خپل توان مطابق حل لارې لټولې دي.
زندانیانو دغه راز غوښتنه وکړه چې د دوی دوسیې دي پر خپل وخت وڅېړل شي او د ملاقات لپاره ټاکل شوی وخت دي نور هم ورته زیات شي، څو د کورنۍ له غړو سره تفصلي خبرې اترې وکړي.
د یادونې ده چې پکتیکا مرکزي زندان کې دا مهال پنځلس تنه زندانیان چې ټول یې نارینه دي او په بېلا بېلو جرمونو محکم دي ژوند کوي.