پکتیکا والي: افغانۍ زموږ ملي هویت دی او دې هویت ته به په ګډه ارزښت ورکوو

لخوا Aamaj News

دغه څرګندونې د پکتیکاوالي د دې ولایت ښرنې ښار له بېلا بېلو ساحو څخه د نرخونو د کنترول او افغانۍ بانکنوټونو د دودولو په موخه له هټیوالو څخه د لېدنې پر مهال وکړې.

د پکتیکا والي مولوي عبدالله مختار له هټیوالو سره په خبرو کې وویل، افغانۍ زموږ ملي هویت دی او د دې هویت د ساتنې او ازرښت لپاره باید ټول افغانان په ګډه کار وکړو.

مختار د ښرنې ښار له هټیوالو په جدي ډول غوښتنه وکړه چې د نرخونو د کنترول تر څنګ دي په ښار کې د توکو پیر او پلور په افغانیو دود کړي او د بهرنیو اسعارو دي کلک مخنیوی وکړي.

نوموړي وویل: د مرکزي دولت هدایت دی چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د توکو د نرخونو د کنترول تر څنګ د افغانۍ بانکنوټونه پرته په بهرنیو اسعارو د پیر او پلور کلک مخنیوی وکړي چې په پکتیکا کې یې نن عملآ کمپاین پیل شو.

نوموړي دغه راز وویل، دوی په ښار کې د نرخونو د کنترول او افغانۍ بانکنوټو د دود او بهرنیو اسعارو د مخنیوي په موخه کمېټه جوړه کړې چې وخت په وخت به د ښار په بېلا بېلو برخو کې خپل مسؤلیتونه مخ ته وړي او دې برخې ته به جدي کار کوي.

په ورته مهال د هټیوالو د شورا مشر حاجي اکبر هم په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې له کوم امتیاز پرته به د افغانۍ بانکنوټونو د دودولو او د نرخونو د کنترول په برخه کې به له دوی سره ګډ کار کوي او په کلکه به د بهرنیو اسعارو مخه نیسي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ