پکتیکا کې د نرخونو د کنترول او افغانیو دودولو په موخه کمېټه جوړه شوه

لخوا Aamaj News

پکتیکا کې د نرخونو د کنترول او افغانۍ د دودولو او بهرنیو اسعارو د مخنیوي په پار کمېټه جوړه شوه چې په دغه کمېټه کې د ښرنې ښاروالي، امنیه قومانداني او ملي امنیت او کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاستونو استازو برخه لرله.

دوی تېره ورځ د ښرنې ښار له بېلا بېلو ساحو څخه د لېدنې پر مهال له هټیوالو په جدي ډول غوښتنه وکړه چې د نرخونو د کنترول تر څنګ دي په ښار کې د توکو پیر او پلور په افغانیو دود کړي او د بهرنیو اسعارو دي کلک مخنیوی وکړي.

دوی وویل: د مرکزي دولت هدایت دی چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د توکو د نرخونو د کنترول تر څنګ د افغانۍ بانکنوټونه پرته په بهرنیو اسعارو د پیر او پلور کلک مخنیوی وکړي چې په پکتیکا کې یې هم نن کمپاین پیل شو.

د کمېټې غړو زیاته کړه دوی به څو ورځې پرله پسې دې کار ته دوام ورکړي او د ښار په ټولو ساحو کې به کمپاینونه ترسره کړي، چې وروسته له هغې به بیا له بشپړ جدیت څخه کار واخلي سرغړونکي به په قانوني جرم محکم کړي.

په ورته مهال د هټیوالو د شورا مشر هم په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې له کوم امتیاز پرته به د افغانۍ بانکنوټونو د دودولو او د بهرنیو اسعارو د مخنیوي او د دې تر څنګ به د نرخونو د کنترول په برخه کې له دوی سره ګډ کار کوي او په کلکه به یې مخه نیسي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ