پکتیکا کې د دوو محرومو ولسوالیو اداري ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

لخوا Aamaj News

د پکتیکا ولایت اومنې او چهاربران ولسوالیو اداري ودانۍ تېره ورځ په داسې حال کې د پکتیکا مرستیال والي له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې د یاد ولایت امنیه قوماندان مولوي الحاج عبدالقیوم هلال، د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد امین حذیفه او د یادو ولسوالیو ولسوالانو یې ملتیا کوله.
د پکتیکامرستیال والي مولوي محب الله حماس د یادو ودانیو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل: د افغانستان ا.ا له راتلو سره سم د دې ولایت لري پرتو او محرو مو ولسوالیو خلکو ته په بېلا بېلو برخو کې پاملرنه زیاته شوې او د لومړي ځل لپاره پکې د پرمختګ ډبرې ښودل کېږي.

حماس زیاته کړه: د یادو اداري ودانیو چارې یې په کمه موده کې د دولس میلیونه افغانیو په مالي لګښت په سم او لوړ کیفیت بشپړې او تېره ورځ یې رسمآ ګټې اخیستنې ته وسپارلې چې وروسته له دې به تر ډېره د ولس ستونزې او غوښتنې له نېږدې حل کېږي.

نوموړی وایي: تر دې وړاندي یې هم په یادو ولسوالیو کې د ولس د چوپړ په موخه دفترونه لرل خو داډول منظم ځای یې نه لرل چې د دغو ودانیو په جوړېدو سره به د ټولو ادارو مدیریتونه فعال شي او کړنې به یې لا چټکې او په منظم ډول مخ ته وړل کېږي.
په ورته مهال د پکتیکا د اومنې او چهار بران ولسوالانو مولوي عباس او مولوي سبیل له مرکزي دولت او ولایتي ادارې څخه مننه وکړه چې د دې ولسوالیو لومړنیو اړینو غوښتنو ته یې حلا لارې ولټولې او د دوی غږ یې واورېدل.

دوی دغه راز وویل: چې د دفترونو دروازې به یې شپه ورځ د ولس د سم چوپړ په موخه خلاصې وي او د دوی له غوښتنو او مشورو سره سم به خپلې کړنې مخ ته وړي.
بل لور ته بیا د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د ودانیو په جوړېدو زیات خوښ دي او زیاتوي چې دوی ته په تېر کې کار نه دی شوی، نو اړینه ده چې نوی نظام د دوی لپاره په بېلا بېلو برخو کې لا ډېر کار وکړي.

د یادونې ده چې د پکتیکا ولایت چهار بران ولسوالۍ تر دې وړاندې غیر رسمي ولسوالۍ وه چې د نوي نظام له راتلو سره سم په رسمیت وپېژندل شوه او وروسته له دې به د ټولو ادارو مدیریتونه پکې فعاله شي او مامورین به یې د خلکو ستونزو او غوښتنو ته له نېږدې رسېدنه کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ