د پکتیکا ملي امنیت نن د دې ولایت پاسپورټونو امریت کې یو تن د رشوت اخیستنې په تور نیولی

لخوا Aamaj News

د پکتیکا ملي امنیت ریاست کشفي مسؤلین ادعاکوي چې دوی نن د کشفي راپورونو په اساس د پاسپورټونو امریت کې یو تن کار کونکی چې د پیسو په مقابل کې به یې خلکو ته جعلي سندونه جوړول نیولی او قانوني کړنې به ورسره تر سره شي.

پکتیکا پاسپورټ ریاست کې د استخباراتو لخوا یوتن د رشویت اخیستلو په تور ونیول شو.

دوی زیاتوي چې نیول شوی کس رحمت الله افغان نومېږي او د دې ولایت ارګون ولسوالي اوسېدونکی دی چې جعلی سندونه به یې جوړول نن د دوی ځواکونو نیولی چې وروسته له پوښتنو څخه به یې د قانون منګلو ته سپاري.

کشفي مسؤلین دغه راز زیاتوي چې د افغانستان حکومت ژمن چې په هېواد کې د هر ډول فساد پر وړاندي مبارزه وکړي او په دې برخه کې به له بشپړ جدیت نه کار اخلي او مفسیدین به د قانو منګلو ته سپاري څو قانوني چلند ورسره وشي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ