د ښرنې ښاروالۍ په بشپړ ملاتړ د دې ولایت مرکز ښرنه کې د لومړي ځل لپاره په شخصي لګښت جوړ شوی مسلخ نن رسمآ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې په شخصي سکتور کې ورته زیاته اړتیا لېدل کېده.
د ښرنې ښاروال، مولوي ناصر هلال د یاد مسلخ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل، چې تر دې وړاندي به له غوښو څخه نظارت نه کېده چې د دې مسلخ په جوړېدو سره به له یو پلوه د غوښو کیفیت سم شي، د خرابو غوښو مخنیوی به وشي او له بل پلوه به ښار له چټلیو پاک شي.
هلال زیاته کړه، د راتلونکي پسرلي لپاره دوی هم پلان لري چې یو مجهز او منظم دولتي مسلخ جوړ کړي.
د مسلخ جوړونکی اجمل باور، وایي، چې د یوه پاک احساس له مخې یې دې کار ته مخه کړه چې د دوو میاشتو په موده کې یې د یونیم میلیون افغانیو په لګښت دغه مسلخ جوړ او نن یې ګټې اخیستنې ته وسپارل.
باور وویل، یاد مسلخ یې د ښرنې ښار له ټولو قصابانو سره په همغږي جوړ کړی چې له دې وروسته به غوښه د مسلکي ډاکټرانو له کلک نظارت وروسته ښار ته په سم ډول وړاندي کېږي. بل پلو بیا د ښرنې ښار قصابان د مسلخ په جوړېدو زیات خوښ دي او زیاتوي چې د لومړي ځل لپار ورته د حلالې منظم او په سم سیستم ځای جوړ شوی دی.
د یادونې ده چې ښرنه ښار کې تر دې وړاندي د حیواناتو د حلالې لپاره داسي منظم او مجهز ځای نه و چې په دې سره به د قصابانو ګڼ شمېر ستونزې هوارې شي.