د پکتیکا د دویمې پلې لوا قوماندان: په پکتیکا کې به ډېر ژر یوه مجهزه او په ځان بسیا اردو ولرو

لخوا Aamaj News

دغه څرګندونې د دې ولایت د دویمې پلې لوا قوماندان برید جنرال مولوي بدالردین ابراهیمي نن د زرغون ښار ولسوالۍ په دویمه پلې لوا کې د جوړې شوې غونډې پرمهال وکړې چې په یاده غونډه کې د دې ولایت ټولو ډلګۍ مشرانو برخه لرله.

ابراهیمي زیاته کړه، د دویمې پلې لوا تشکیل به په چټکۍ بشپړوي، خو د شل کلن ستړي او له کړاو څخه د ډک مزل سرلاریو ته به لومړیتوب ورکوي ځکه اردو د هېواد د نورو چارو تر څنګ د امنیت خوندي ساتلو او له خاورې څخه د دفاع او ساتنې په برخه کې خورا ګټوره ده.

نوموړي د اردو جوړېدو په برخه کې د دغه ولایت له ټولو ډلګۍ مشرانو د همکارۍ غوښتنه وکړه څو یوه منظمه، مجهزه او په ځان بسیا اردو جوړه کړي.

هغه دغه راز وویل، خپلې چارې به د دیندارۍ او رښتینولۍ له مخي مخ ته وړي او د اردو سرتېرو ته به ټول اړین توکي، وسایل او تجهیزات برابروي.

د ډلګۍ مشرانو په استازیتوب مولوي وحدت په خپلوخبرو کې نوي قوماندان ته بشپړ ډاډ ورکړ چې دوی به د تشکیل بشپړولو تر څنګ په ټولو برخو کې ورسره همکار وي او د هېواد د خاورې او ناموس ساتلو په موخه به د مجهزې او مسلکي اردو د جوړونې لپاره ورسره ګډ کار کوي.

د یادونې ده چې د پکتیکا د اردو جوړونې لپاره نوم لیکنه جریان لري څو مجادینو ته مسلکي او نظامي زده کړې ورکړي او وروسته له هغه یې د ولس او خاورې د سمې ساتنې په موخه د هېواد په ګوټ ګوټ کې په دندو وګماري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ