د پکتیکا په محرومه ولسوالۍ زیړوک کې د لومړي ځل لپاره یو باب ښوونځی ګټې اخستنې ته وسپارل شو

لخوا Aamaj News

د پکتیکا ولایت په لري پرته او محرومه ولسوالۍ زیړوک د لومړي ځل لپاره یو باب ښوونځی د شاوخوا اووه میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس، مولوي خان محمد احمد د یاد ښوونځي د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل، د دغه ښوونځي چارې د یاد ریاست په چوکاټ کې، د ولسي تړون ملي پروګرام، د اقرا برنامې تر چتر لاندې، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې پیل شوې وې او په تېرو څو ورځو کې یې ساختمانې چارې په سم کیفیت بشپړې او نن رسمآ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

احمد زیاته کړه، د شمس العلوم په نامه یاد ښوونځی، د دې ولایت لري پرتې ولسوالۍ زیړوک د دلارو په کلي کې د شاوخوا اووه میلیونه افغانیو په لګښت د نړیوال بانک په مالي ملاتړ جوړ چې درې سیټه مبرزونه، د پاکو اوبو څاه او لس درسي خونې لري چې په جوړېدو سره به یې د یادې محرومې سیمې ګڼ شمېر ګلالي ماشومان د زده کړو له خوندور بهیر څخه برخمن شي.

د یادې محرومې سیمې اوسېدونکو د ښوونځي پر جوړېدو خوښي وښوده او تر څنګ یې د نوي نظام له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چې دوی ته په تیر کې په هیڅ برخه کې کار نه دی شوی، تمه ده نوی نظام به په ټولو برخو کې د ولس له غوښتنو سره سم د پام وړ کړنې ترسره کړي.

د یادونې ده، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د «EQRA» برنامې پر مټ، د محرومې ولسوالۍ زیړوک په شمول د دې ولایت په ۱۷ بېلابېلو ولسوالیو کې ورته ښوونځي جوړ شوي او د یو شمېر نورو یې ساختماني چارې دوام لري چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

ทางเข้า LSM99 April 3, 2024 - 11:03 pm

… [Trackback]

[…] Here you can find 90298 additional Information to that Topic: aamajnews24.com/ps/paktika-10/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ