د پکتیکا مرستیال والي، الحاج مولوي محب الله حماس نن په داسې حال کې چې د ورزشي چارو امر ډاکټر عثمان سیرت او د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد امین حذیف یې ملتیا کوله؛ د مرکز ښرنې سمارټ فټ جیم، موی تای کلب او بدني ښکلا له جیم څخه لېدنه وکړه.
مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس له یادو سپورټي کلبونو څخه د لېدنې پر مهال وویل، دوی به د نورو برخو تر څنګ د سپورټ برخې پیاوړتیا، پرمختګونو او مثبتو بدلونونو ته هم کار کوي.
حماس زیاته کړه، سپورټ د انسان د بدن لپاره خورا ګټور ځکه دی، چې له یو پلوه د انسان د روغ بدن ضمانت کوي او له بل پلوه انسان له نورو ناوړه کړنو او نشه یي توکو لرې ساتي.
د یادو کلبونو مسؤلینو په خپلو خبرو کې د ولایتي ادارې له چارواکو مننه وکړه؛ چې د لومړي ځل لپاره یې د دوی ستونزې او غوښتنې له نېږدې واورېدې.