د ډنډ پټان لارې د بندېدو ديارلس ورځې وروسته؛ سوداګر له شته وضعیت څخه شکایت لري

لخوا Aamaj News

په پکتیا ولایت کې ځایي سرچینې وايي چې د ډنډ پټان لاره، د پاکستان او افغانستان پوله لري، له ديارلسو ورځو راهیسې د سوداګرو د مالونو او مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د سرچينې په ویناهره ورځ د سوداګرو او مسافرو سلګونه موټر د دې لارې خلاصېدو تمه کوي او له امله يې سلګونه زره افغانۍ تاوان کوي او خلکو ته يې ګڼې ستونزې پيدا کړې دي.

له بلي خوا يوه باوري سيمه ييزه سرچينه د پکتیا لپاره د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو له خولې وايي چې د ډنډ پټان لاره د پاکستاني ځواکونو لخوا له دې لارې پر تېرېدونکو افغانانو له ډزې وروسته وتړل شوه او تر اوسه معلومه نه ده چې کله به پرانيستل شي.

د سرچينې په وينا، څه موده وړاندې پر درو افغانانو د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې یو تن ووژل شو او دوه نور یې ټپيان شول.

پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله څو ځلې د شخړو د زیاتېدو له امله لارې تړل شوې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ