پکتیا کې د مولوي جلال الدین حقاني په نوم د مدرسې بنسټ کېښودل شو

لخوا Aamaj News

د حقاني شبکې جوړونکي مولوي جلال الدین حقاني په نوم مدرسه، د پکتیا مرکز ګردیز کې په څلور جریبه ځمکه کې د یو سوداګر په مالي لګښت سره جوړېږي.

په یاده مدرسه کې به د دیني پوهنې سربېره؛ نوي مضمونونه او کمپیوټر هم زده کول کېږي.

د چارواکو په وینا؛ له دې وروسته به خلک د دیني زدکړو ترلاسه کولو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته نه ځي او دا مدرسه به ورته معاصرې زدکړې وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د پاکستان شمالي وزیرستان میران شاه سیمه کې هم د جلال الدین حقاني په نوم یوه مدرسه شتون لري، چې زرګونه دیني عالمان یې تربیه کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ