په احمدخیلو ولسوالۍ په‌ پکتیا کې د بیوزلو کورنیو سره اړینه مرسته وشوه

لخوا Aamaj News

پکتیا د نړیوال غذایي پروګرام «WFP» لخوا له ۵۰۳ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

خبر زیاتوي چې هرې کورنۍ ته اوړه، مالګه او غوړي وویشل شول. د یادې مؤسسې مسؤلین وایي، چې دا په یاده ولسوالۍ کې د مرستو لومړۍ جوپه وه،چې د ویش بهیر یې بشپړ شو او ډاډ یې ورکړچې راتلونکو ۴ میاشتو کې به هم یاده ولسوالۍ کې د مرستو د ویش لړۍ روانه وساتي.

د ولسوالۍ مسؤلینو د یادې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د یادې ولسوالۍ له بېوزله کورنیو سره د مرستو د ویش بهیر لا پراخ کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پکتیا ډیر شمیر وګړي په داسې حال کې ورته زیاتو مرستو ته اړتیا لري، چې له یوې خوا یې کاري فرصتونه له لاسه ورکړي او له بل پلوه سخت ژمی په مخکې لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ