پاکستاني رسنیو افغانستان ته د دې هېواد د بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا ربانی کهر په رهبرۍ د یو پاکستانی هیئت له سفر څخه خبر ورکړی دی.
پاکستاني رسنیو نن (دوشنبه د لېندۍ ۷مه) راپور ورکړی دی چې د دې سفر موخه د کابل او اسلامآباد د اړیکو پراختیا او د افغانستان له خلکو ملاتړ بلل شوې ده.
ښايي دا سفر سبا ورځ ترسره شي. دې سفر کې به پاکستاني هیئت د طالبانو له رییس الوزرا ملا حسن آخند او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره کتنه کړي.
د پاکستاني چارواکو دا سفر په داسې حال کې کېږي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته، دې وروستیو کې د پاکستاني پوله ساتو او طالب جنګیالیو ترمنځ شخړې ډېرې شوې دي.