د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: هیله من یم چې د افغانستان رژیم د ترهګرو د فعالیت د مخنیوي په اړه خپله ژمنه پوره کړي

لخوا Aamaj News

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، بلاول بوټو زرداري له سی‌ان‌ان شبکې سره په مرکه کې ویلي، اسلام اباد هیله لري چې افغان رژیم به د ترهګرو د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير همدارنګه زياته کړې: «نه یوازې موږ د وضعیت څارنې ته دوام ورکوو؛ موږ د دې ترڅنګ کار کوو چې ډاډ ترلاسه کړو چې طالبان کولی شي د ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې لپاره هڅه وکړي.»

نوموړي دې ته په اشارې سره چې پاکستان په کابل کې د اوسني حکومت درمتلو لپاره څه غواړي، وويل چې په دې برخه کې هر ډول پرېکړه به له نړيوالې ټولنې سره په خبرو کې کېږي.

هغه په ​​دې خبرې په ټینګار سره چې امریکا په دې باور ده چې پاکستان له څو لسیزو راهیسې د افغان طالبانو په ملاتړ کې خورا خطرناک رول لوبولی دی، زیاته کړه چې د هغه هېواد دې ته له پام پرته چې څوک په واک کې وي، تل له افغانستان سره اړیکه لرل او تل یې د تروريستي فعاليتونو پر وړاندې د اقدام تر څنګ د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ پلوي کړې ده.

هغه څرګنده کړې: «دا پاکستان نه بلکې متحده ایالات و، چې پر کابل باندي د طالبانو تر واک وړاندي یې له هغو سره مستقیمه اړیکه درلود.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دوام کې په افغان ټولنه کې د ښځو د رول په اړه څرګنده کړې چې دوی به پر طالبانو ټینګار وکړي چې خپل نړیوالو ژمنو ژمن وي او د افغان ښځو حقونه تضمین کړي.

د ښځو د تعلیم په اړه ښاغلی زرداري په دې باور دی؛ چې د ښځو د تعلیم مسله د غرب مسله نه ده او د ښځو د تعلیم حق یو اسلامي حق دی.

دغه ځوان پاکستاني سیاستوال زیاته کړې چې هیواد یې د ګډون دفاع ته په ځانګړې توګه په افغانستان کې د اوسني بحران په پام کې نیولو سره به بشري مرستو ته دوام ورکوي.

بلاول زیاته کړې؛ دا چې د کابل بدلونونه د پاکستان د خلکو پر ژوند مستقیمه اغېزه کړې، نو لومړی باید په افغانستان کې بشري ناورین راکم شي او بیا باید ډاډ ترلاسه شي چې په هېواد کې هیڅ اقتصادي سقوط شتون نه لري او د طالبانو رژيم نړیوالې ژمنې ته ژمن شي.

هغه همدارنګه ټینګار کړی: «پاکستان او نړيواله ټولنه په دې باور دي چې که موږ يو ځل بيا افغان ولس خوشي کړو، زموږ به هيڅ ګټه تامین نه شي.»

اړوند لیکنې

6 تبصرې

sputnik news November 3, 2023 - 11:01 pm

Good post! We will be linking to this particularly great post on our site. Keep up the great writing

ځواب
WKNRkeener13 November 4, 2023 - 8:11 pm

Very nice blog post. I definitely love this site. Stick with it!

ځواب
bbcfarsi November 10, 2023 - 11:28 am

Pretty! This has been a really wonderful post. Many thanks for providing these details. Watch bbcfarsi

ځواب
Kral TV November 11, 2023 - 4:49 am

There is definately a lot to find out about this subject. I like all the points you made

ځواب
Will it ever be possible for time travel to occur? November 15, 2023 - 11:23 am

I m going to bookmark your web site and maintain checking for brand spanking new information.

ځواب
equidia en direct November 17, 2023 - 11:32 pm

I m often to blogging and i really appreciate your content. The article has actually peaks my interest.

ځواب

یو نظر پریږدئ