اکسپرس ټریبیون: پاکستان د طالبانو د دفاع وزیر له څرګندونو وروسته ناهیلی شوی دی

لخوا Aamaj News

د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پاکستان د طالبانو دفاع وزیر، ملا یعقوب د هغو تورونو په اړه چې ګواکې امریکايي بې پیلوټه الوتکې له پاکستانه افغانستان داخلیږي، ناهیلی شوی دی.

دې پاکستانۍ ورځپاڼې همداډول د سرچینو له قوله زیاته کړې چې د ملا یعقوب دغه څرګندونې د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د فکر ښکارندويي کوي چې خپل «حماقتونه» یې پر اسلام‌آباد اچول.

په دې راپور کې راغلي: «پاکستان د طالبانو له لوړ پوړي مشر څخه د داسې څرګندونې تمه نه درلوده، ځکه چې اسلام‌آباد د طالبانو له واک ته د رسېدو راهیسې، د دوی د حکومت لپاره ډېر څه کړي دي.»

اکسپرس ټریبیون لیکلي چې د شهباز شریف حکومت طالبانو ته خبرداری ورکړی چې پر اسلام‌آباد دا ډول عامه نیوکې به د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي.

په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته له پاکستان څخه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو ادعا راپورته شوه.

د پاکستانۍ ورځپاڼې دا راپور په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو دفاع وزیر تېره اوونۍ په یوه خبري غونډه کې ویلی و چې د دوی د معلوماتو له مخې، بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان له لارې افغانستان ته داخلېږي.

نوموړي له پاکستانه وغوښتل چې د دغه هېواد هوايي حریم دې د افغانستان پر ضد نه کارول کیږي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، عاصم افتخار د طالبانو دغه ادعاوې رد کړې او زیاته کړې یې ده: «د هیڅ ډول شواهدو په نه شتون کې، لکه څنګه چې افغان وزیر هم وویل، دا ډول ګونګوسې ادعاوې ډېر د تاسف وړ دي او د مسؤلانه ډیپلوماتیک چلند له معیارونو څخه سرغړونه ده.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې چې د دوحې د هوکړې له مخې طالبانو له القاعدې سره د اړیکو پرې کولو ژمنه کړې، په کابل کې د الظواهري وژل کېدل د طالبانو لپاره د شرم خبره وه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ