خان: پاکستان او اُزبېکستان به د افغانستان د زېرمو د خلاصون لپاره په ګډه هڅې وکړي

لخوا Aamaj News

د پاکستان صدراعظم عمران خان: پرون د اُزبېکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف، سره د کتنې پر مهال وویل چې اسلام اباد او تاشکند به د افغانستان د کنګل شویو زیرمو د خلاصولو لپاره په ګډه هڅې وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې پاکستان او اُزبېکستان به له طالبانو سره خبرې وکړي؛ تر څو هغه څه ترسره کړي چې د نړیوالې ټولنې لخوا د رسمیت پېژندلو لپاره اړین دي.

دا په داسې حال کې ده؛ له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ د امریکا متحدو ایالاتو د افغانستان شاوخوا لس میلیارده ډالر د بهرنیو اسعارو زیرمې کنګل کړې دي.

څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر حوبایډن یو فرمان صادر کړ؛ چې د افغانستان د ۷ ملیارد ډالرو شتمنیو څخه دې؛ ۳.۵ میلیارده ډالر د سپټمبر د ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي، د امریکا د ولسمشر دغه اقدام سخت ملي غبرګونونه راوپارول.

له بلې خوا د سپینې ماڼۍ یوه ویاند هغه مهال ویلي و؛ چې د محکمې له حکم پرته، هېڅ پیسې د لېږد وړ نه دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ