په کابل کې د پاکستاني طالبانو پاکستاني استخباراتو د پټو مذاکراتو دوام؛ «اوربند وغځېد»

لخوا Aamaj News

پاکستاني دان ورځپاڼه د تحریک طالبان پاکستان د ویاند محمد خراساني له قوله لیکلی، چې د پاکستان له حکومت سره د دوی خبرې په کابل کې د افغان طالبانو په منځګړیتوب روانې دي او په همدې موخه اوربند د روان میلادي میاشتې تر پایه غځول شوی دی.

دان ورځپاڼه د پاکستاني طالبانو د ویاند له قوله لیکلي، «په جنوبي وزیرستان کې د محسود قبیلې یوې ۳۲ کسیزې کمیټې او د لشکر ملاکنډ یوې ۱۶ کسیزې کمیټې هم د مې په ۱۳مه او ۱۴مه له تحریک طالبان پاکستان سره خبري کړي دي.»

دغه پاکستانۍ ورځپاڼې په دوام کې د خراساني له قوله ویلي «کمېټو روانو خبرو اترو ته په کتو سره له دواړو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه، نو د دغي غوښتني پر اساس دواړو خواوو د مې تر ۳۰مې د اوربند اعلان وکړ.»

په کابل کې د پاکستان سفارت يوې سرچينې د پاکستاني پلاوي د سفر پخلی وکړ، خو د دغه پلاوي د جوړښت او د خبرو د جزئياتو په اړه يې څه ندی ويلی.

په کابل کې دا پټې خبرې او د افغان طالبانو له خوا له جزئیاتو پرته په داسي حال کې روانې دي، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو په تېره پنجشېر، اندراب او تخار کې طالب وسله‎وال له مقاومت کوونکو سره په جګړه بوخت دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ