پاکستان ټوډې: د طالبانو د شاتو میاشت پای ته رسېدلې

لخوا Aamaj News

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې ترکیه کې د طالبانو مخالفینو وروستۍ غونډې ته په پام سره لیکلي: “ښایي تېرو نه میاشتو کې طالبانو هېڅ د شاتو میاشت نه درلوده، خو اوس قطعاً پای ته رسېدلې.”

د یادې ورځپاڼې په باور؛ په ترکیه کې د ملي مقاومت عالي شورا په جوړښت سره، مانا د پخواني رهبر عبدالرشید دوستم په بلنه د افغانستان ۴۰ نوموتو شخصیتونو څخه جوړه ناستې څخه مالومه شوه، چې د طالبانو مخالفین د یوالي په حال کې دي.

پاکستان ټوډې په دوام کې زیاته کړې: “داسې برېښي چې د طالبانو دولت نړیوالې ټولنې سره د خپلو ژمنو ترسره کولو پر ځای، تېر ته ګرځېدو لپاره تمایل لري. یوه وروستی فاجعه راوړونکې پرېکړه، په ټلویزوني خپرونو کې د ښځینه ویاندویانو مخ پټولو په ګډون په عمومي ځایونو کې د ښځو د مخ پټول باندې بندیز وو.”

د پاکستان یادې ورځپاڼې له نړیوالې ټولنې سره د ژمنو ماتولو برخه کې یوه بله بېلګه د بشر حقونو کمیسیون لغوه کول بللي.

د پاکستان ټوډې لیکونکو په دوام افغانستان کې د پاکستان ګټو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي: “پاکستان افغانستان کې ځینې ګټې لري او نشي کولی د هغه ځای بدلونونه له پام وغورځوي.” یادې ورځپاڼې په دوام کې لیکلي؛ چې افغانستان کې پالیسي یوه پوځي موضوع شمېرل کېږي، نه ډیپلوماټیکه.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي؛ چې طالبان له نه میاشتو وروسته هم نړیوال مشروعیت نه لري او په پنجشیر او اندراب کې هم جګړه دوام لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ