د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان له خلکو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده

لخوا Aamaj News

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې.

ښاغلي شریف نن (پنجشنبه، غوایی۱۵مه) د یو ټوېټ په خپرولو سره په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو د ځاني او مالي زیانونو په اړه خواشیني څرګنده کړه.

هغه لیکلي: «زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې د افغانستان له خلکو سره چې له مخکې ځوریږي، بېړنۍ مرستې وکړي. پاکستان به همدارنګه د افغان وروڼو او خویندو سره مرسته وکړي.»

د يادونې وړ ده، چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو له امله د دغو ولايتونو يو زیات شمېر اوسېدونکي له خپلو کورونو بې ځايه شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ