اسلام اباد: پاکستان نه غواړي چې په افغانستان کې یو ویجاړونکي رول ولري

لخوا Aamaj News

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد ویلي، پاکستان نه غواړي په افغانستان کې یو ویجاړوونکي رول ولوبوي.

نوموړي یوې اونیزې خبري غونډې ته وویل، پاکستان په دوامداره توګه د ترهګرۍ او د پولې هاخوا د بریدونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.

نوموړي د یوه سوله ییز، باثباته او خپلواک افغانستان لپاره د پاکستان پر ژمنو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې نه غواړي په ګاونډي هېواد کې تخریبي رول ولوبوي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خپل خبرو پر مهال په افغانستان کې د لویې جرګې په اړه ويلي چې له تحریک طالبان پاکستان سره په خبرو کې د قبایلي جرګې د ګډون موخه په افغانستان کې د سولې راوستل دي.

ښاغلي عاصم زیاته کړې چې هند تل په افغانستان کې ویجاړونکی رول لوبولی دی.

په ورته وخت کې نوموړي څرګنده کړه چې پاکستان به په سیمه کې د سولې لپاره د اساسي قانون په مطابق خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ