د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وایي؛ چې طالبان افغانستان د سقوط په لور بیایي.
د پاکستان مینیت میرور ورځپاڼې څخه په نقل قول، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر آنالنا بائربوک نن (سه شنبه د عبرګولي ۱۷مه) د پاکستان بهرنیو وزیر بلاول بوټو سره په یوه خبري ناسته کې ویلي؛ چې طالبان په یوه «غلطه» لار باندې روان دي.
بائربوک په افغانستان کې د بشري ناورین له خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي؛ چې طالبان له خپلو غلطو کړنو سره دا هېواد د سقوط په لور بیایي.
آنالنا بائربوک زیاته کړې؛ چې پاکستان د افغانستان اوسېدونکو د ویستلو په برخه کې د یاد هېواد بنسټیز شریک دی.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي؛ چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د دې هېواد اقتصادي نظام په بشپړ ډول اغېزمن شوی.