په کابل کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي له پاکستانیانو سره د افغانستان پر وضعیت خبري وکړې

لخوا Aamaj News

داسې ښکاري چې اروپايي ټولنه د یو داسي سیاسي جوړښت په لټه کې ده چې د لویې جرګې له لارې ترلاسه شي او د طالبانو واکمنۍ ته مشروعیت ورکړي.

په همدې موخه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د طالبانو له یو شمېر وزیرانو او حامد کرزي سره تر لیدنې وروسته پاکستان ته تللی او د حنا رباني کهر او صادق خان په ګډون یې د دغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبري کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو لورو په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په اړه خپل نظریات او اندېښنې شریکې کړې او په دغه هېواد کې یې د ثبات د ټینګښت لپاره د نړیوالي همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم ویلي، چې په اسلام اباد کې یې له پاکستاني لوري سره د افغانستان د ستونزو د هواري د څرنګوالي په اړه، د امنیت، اقتصاد، ټول شموله حکومتوالۍ او بشري حقونو په شمول خبري کړي دي.

د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې همداراز زیاته کړې، چې په دې اړه یې په کابل کې د ښځو، مدني ټولنې له فعالانو او دیپلوماتانو سره هم خبرې کړې دي.

خو کارپوهان په دې باور دي، چې د وخت د اړتیاوو په پام کې نیولو پرته او د يوې فرمایشي لویې جرګې په رابللو هر ډول پرېکړه د افغانستان ستونزه نه شي هوارولی. دوی په دې باور دي چې يوازینۍ د حل لاره د رڼو او د خلکو د ارادې انعکاس ورکوونکو ټاکنو ترسره کېدل دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ