په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت وروسته په پاکستان کې مرګوني بریدونه؛ د اسلام‌آباد بدې ورځې رارسېدلې دي؟

لخوا Aamaj News

داسې برېښي چې پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت سره، د بېلتون غوښتونکې یا شورشي ډلو پام پاکستان ته اوښتی. هغه پاملرنه چې د اګېسټ له ۱۵مې راپدېخوا یې د یاد هېواد په خاوره کې مرګوني بریدونه له ځان سره درلودل.

په تازه پېښو کې داعش ډلې د پېښو د شعیه‌یانو پر امام بارګاه جومات د برید مسوولیت ومنلو. هغه خونړی برید چې لږ تر لږه ۵۷ کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړ او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړل.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد په نویو څرګندونو کې وویل؛ چې د یاد برید ترسره کونکي په نښه شوي او تر یوې دوه ورځو به پولیس دوی ته ورسېږي.

داعش ډلې د شعیه‌یانو پر جومات د بریدګر د یو انځور په خپرولو سره، هغه ته جلیبیب الکابلي نوم ورکړ.

د افغانستان د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد له دمې پرته پر شعیه‌یانو د جمعې په لمانځه کې برید وغندلو او ویې ویل: “پر عام وګړو او عبادت‌ ځایونو برید هېڅ توجېه نه لري.”

خو داسې ښکاري چې اسلام‌آباد د افغانستان له حاکمانو ډېره تمه لري، هغه حکمرانان چې تېرو شلو کالونو کې یې افغانستان کې د جګړې په موخه د دوی کورنیو ته پاکستان کې پناه ورکړې وه.

اسلام‌آباد فکر کولو چې پر افغانستان د طالبانو حاکمیت د دغه هېواد پر ضد د یاغي ډلو د فعالیتونو زمینه محدوده کړې ده. په پایله کې له هغو کسانو سره خبرې اترې کړي چې سوله کوي او هغه کسان چې نه پخلا کېدونکي دي، د طالبانو په مرسته وژني.

خو ظاهراً داسې څه په نږدې راتلونکي کې ترسره کېدونکي نه دي. د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوځیانو د پاکستاني طالبانو مرګونی برید، په بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو پر اډو د بېلتون غوښتونکو بلوڅانو برید، د لومړي ځل لپاره د پاکستاني طالبانو د مشر په ښکاره مانور او تېره ورځ (جمعه) د شعیه‌یانو پر جومات د داعش وسله والې ډلې برید د پاکستان وضعیت کړکېچن کړی.

اسلام‌آباد پر دغه هېواد له هر برید وروسته پر کابل ګوتې پورته کړې، حتی د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د ډیلي په خطاب او حتی اسلام‌آباد په وروستۍ پېښه کې، له طالبانو په ښکاره د هغو ډلو د له منځه وړلو غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد فعالیت کړي.

خو هغه سرطان چې پاکستان یې له ډېرې مودې راهیسې په سیمه کې پالنه کوي، ژر تر ژره د درملنې وړ نه بریښي او ظاهراً د هوا په تودېدو او د ترهګرو په راپاڅېدو سره د پاکستان په خاوره کې د دغو بریدونو لمن پراخه شوې او اسلام‌آباد ترې ګټه پورته کوي. هغه څه چې کرل شوي دي هغه به ریبل کیږي.

خو په پاکستان کې پر پوځيانو او ملکي وګړو بریدونه دوام لري او اسلام‌آباد په افغانستان او هند کې د اورپکو پرله پسې ادعاوو ته دوام ورکوي، د وخت په تېرېدو به په سیمه کې څه پېښېږي، هغه څه چې وخت به ځواب ورکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ