پاکستان: افغانستان یو ټوله ییز حکومتي سيسټم ته اړتیا لري

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق ویلي، افغانستان یو ټول شموله حکومتي سيسټم ته اړتیا لري.

ښاغلي صادق د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان د دیني عالمانو په ګډون په یوه دوې ورځنۍ غونډه کې چې امنیتي څېړنو او مطالعاتو د مرکز لخوا جوړه شوې وه د پاکستان او افغانستان د دوو اړخیزو اړیکو پر ښه والي او د هر اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

نوموړي په دې ناسته کې زیاته کړې: «موږ پوهیږو چې طالبان د محدودو منابعو او د بنسټونو د کمښت سره هڅه کوي سختو ننګونو ته رسیدگي وکړي؛ خو که دوی د افغانستان په راتلونکي کې یو ټول شموله او ښه حکومت غواړي، باید بېلابېل نظرونه په پام کې ونیسي.»

د افغانستان لپاره د پاکستان استازي ویلي چې پاکستان به له افغانستان سره په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه، پاکستان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې درې لوی روغتونونه جوړ کړي، چې د پام وړ غبرګونونو سر مخ شوي او اوس هڅې روانې دي، چې لږ تر لږه تر راتلونکو دوولس راتلونکو میاشتو لپاره معاشونه او د ښه فعالیت ترسره کولو لپاره د اړتیا و درمل تضمین کړل شي.

محمد صادق په دوام کې دا هم وویل چې یو شمېر نادولتي موسسې به ډېر ژر د پاکستان د روانو بشري مرستو د برخې په توګه افغانستان ته ولاړې شي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو وروسته د نړۍ بېلابېلو هېوادونو په دغه هېواد کې د یوه توله ییز حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده؛ خو طالبانو تل ټینګار کړی چې د دوی حکومت ټوله ییز او ټول شموله دی.

اړوند لیکنې