پاکستان له افغانستان سره د څو نویو دروازو له جوړولو خبر ورکړ

لخوا Aamaj News

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي؛ چې پاکستان پرېکړه کړې ترڅو له افغانستان سره په پوله کې څو نورې دروازې جوړې کړي.

صادق نن (دوشنبه د غبرګولي ۲مه) د یو ټويټ په خپرولو سره زیاته کړې؛ چې د یادې چارې موخه د اقتصادي فعالیتونو او د لیدونکو د تګ راتګ آسانتیا ده.

د نوموړي په وینا؛ اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورخم، غلام خان، خرلاچي، انګور اډې او چمن – سپین بولدک دروازې د تګ راتګ لپاره پرانیستې دي او د دالبندین پوله ییزه دروازه په قسمي ډول پرانیستې ده.

د پاکستان دا پرېکړه په داسې حال کې نیول کېږي؛ چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دواړو هېوادونو پوله ساتي ځواکونه د څو نښتو شاهدان وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ