پاکستان د افغانستان په محوریت د ازبېکستان په ناسته کې ګډون کوي

لخوا Aamaj News

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي په اسلام آباد کې د ازبیکستان له سفیر سره په لیدنه کې، د افغانستان په محوریت د ازبیکستان په کوربه توب په نړیواله غونډه کې د دې هېواد د ګډون خبر ورکړی دی.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازي محمد صادق نن (پنجشنبه، چنګاښ ٢٣مه) په پاکستان کې د ازبېکستان سفیر ایبک عارف عثمانوف سره په لیدنه کې ویلي دي: «د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوالې ناستې د بحث، امنیت او اقتصادي بدلونونو په اړه په پاکستان کې د ازبیکستان سفیر، ښاغلي ایبک عارف عثمانوف سره ګټوره ناسته ترسره شوه.»

ټاکل شوې دغه ناسته د ٢٠٢٢ د جولای له ٢٥مې څخه تر ٢٧کې نیټې پورې ترسره شي.

تر دې وړاندز د ازبېکستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر ولادیمیر ناراف په یاده ناسته کې د طالبانو د پلاوي د ګډون خبر ورکړی و.

ناراف ټینګار کړی وو: «په یاده ناسته کې د طالبانو د پلاوي ګډون په دې مانا نه دی؛ چې موږ هغوی په رسمیت پېژنو. موږ غواړو د یادې ناستې له لارې خپل پیغام د یاذ هېواد چارواکو ته ورسوو. د یادې ناستې موخه داده چې هغوی هغه نړیوالې ژمنې پلې کړي چې د تاشکند د ناستې په چوکاټ کې یې پر غاړي اخیستي وې، او په هغه کې لاسلیک شوي هوکړه لیکونه ومني.»

د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي زیاته کړې وه چې په یاده ناسته کې د ټولو ګاونډیو او ګډون کوونکو هېوادونو مواضع څرګندي او سره ورته دي او طالبان باید خپلې ژمنې ته ژمن وي او یو ټول شموله حکومت رامنځ ته کړي چې د یاد هیواد ټولې سیاسي، توکمیزي او مذهبي ډلې پکې شاملې وي.

ښایي په یاده ناسته کې د څه باندې ۲۰ هېوادونو پلاوي ګډون وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ