د پاکستان پر پوځ د خونړي برید وروسته د عامه فکرونو څېړنه؛ په خواله رسنیو کې یې ولې د افغانستان ځوانان ملاتړ کړي؟

لخوا Aamaj News

د یوې میاشتې په اوږدو کې، د بلوچستان آزادي غوښتونکي پوځ د پاکستان پر پوځ د یاد هېواد بلوچستان ایالت کې دوه ځلې مرګوني بریدونه کړي.

د بلوچستان آزادي غوښتونکي پوځ له ۲۰۰۰م کال راپدېخوا، یوه شورشي ډله رهبري کړې او د پاکستان، بریتانیا او متحده ایالاتو له لوري د یوې ترهګریزې ډلې په نوملړ کې ځای ورکړل شوی.

د بلوچستان آزادي غوښتونکي پوځ وروستي بریدونه په خپله بڼه کې “بې مخینې” دي او دا اندونه شته چې د بېلابېلو موخو لپاره د پاکستاني طالبانو تحریک په ګډون نورو ډول په دې بریدونو کې له بلوچانو سره مرسته کړې وي.

له هغې وروسته چې په افغانستان کې طالبانو واک ترلاسه کړ، په ځانګړي ډول څو وروستیو ورځو کې د پاکستان پر پوځ مرګوني بریدونه ډېر شوي. د بېلتون غوښتونکو بلوڅانو په وینا په دې بریدونو کې پاکستاني ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې. که څه هم پاکستاني چارواکو د یادې مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده اعلان کړې، خو پاکستان د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو شتون محکوموي.

خو پوښتنه دلته ده، چې ولې پر پاکستان د هغه هېواد د مخالفانو له لوري د هر برید وروسته د افغانستان ځوانان له هغې هرکلی کړي؟

د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وایي د افغانستان ښاریان له دې امله چې پاکستان په تېرو پینڅو لسیزو کې د افغانستان په وړاندې یو کړکېچن سیاست درلود، له دې ډول بریدونو ملاتړ کړي.

نوموړي له آماج سره په خبرو کې وویل: “باید هېره نه کړو چې بلوڅان یا د پاکستان مخالفان، له پخوا څخه بېل بېل ګوندونه شته، چې د پاکستان د جوړېدو له ورځې د هغه هېواد مخالفین دي. حتا بلوڅان وايي چې موږ د (کلات) په نوم یو هېواد درلود چې د همغه ځای خان یا ملک، کلات تسلیم کړی. خو د همدې بلوڅانو تېره چې مخالفت یې درلود، یو یې آزادي غوښتنه وه، یوه بله یې د ګوادر بندر و (هغه بندر چې د پاکستان، بلوچستان ایالات په سویل کې دی) او د چینایانو له لوري رغول شوی، اقتصادي بندر دی چې ډېری مسوولین یې پنجابیان دي، نه بېوزله پلوڅ؛ که څه هم په تېره کې اکبر بګدی، عطاالله منګل او نورو کسانو یې په وړاندې ځينې درېدنې درلودې. خو اوس په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو او د امریکا له وتلو سره د پاکستان پوځ مخالف ځواکونه په ځانګړي ډول بلوڅان په پرمختللو وسلو سمبال شوي او جګړې ته چمتو دي. خو له شک پرته دا جګړه دوام مومي. ځکه اوسه سمبال شوي او وسلې لري.”

نوموړي د آماج د خبریال دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د افغانستان ښاریان له دې ډول بریدونو هرکلی کړي؟ وویل : “د افغانستان خلک ولې له دې جګړې هرکلی کړي، ځکه پاکستان څه باندې پینځو لسیزو کې د افغانستان په حق کې ظلم او زیاتی کړی. د افغانستان خلک تمه لري چې همدا بدبختی د پاکستان پر لمن ولګی چې حد اقل له موږ لاس واخلي. مانا دا چې پاکستان تل د افغانستان په وړاندې ویجاړونکی سیاست لوبولی.”

سعیدي دا وضعیت د افغانستان لپاره هم د اندېښنې وړ بولي او وایي: “دا وضعیت کولی شي د افغانستان پر اوضاع اغیزه وکړي، پاکستان به په یو ډول طالبانو ته شا کړي، ځکه له دې وړاندې پاکستان د سیمې ساتونکی و، له دې وروسته به قطر د امریکا لپاره د سیمې ساتونکی ووسي. مانا دا چې امریکا پاکستان ته هم شا کړې. اوس پاکستان غواړي چین ته ځان نږدې کړي چې په تېر کې هم نږدې و او همداشان ځان روسیې ته نږدې کړي. پاکستان ډېر منزوي شوی، ځکه امریکا پوهېږي چې کومه ژمنه یې کړې وه، په هغې کې یې خیانت وکړ.”

سعیدي همداشان د پاکستان او طالبانو شخړو ته هم کتنه کړې او زیاته کړې یې ده: “فکر نه کړم د پاکستان او طالبانو تر منځ شخړې ډېر دوام وکړي، ځکه د پاکستان او طالبانو اړیکې نږدې دي. پاکستان له طالبانو څخه بشپړه پېژندنه لري. پاکستان کولی شي د طالبانو ترمنځ یوالی او نفاق دواړه رامنځته کړي، مانا دا چې لوی لاس لري، نو پاکستان د افغانستان له طالبانو وېره نه لري، ځکه پوهېږي په کومه کچه چې پاکستان ته نږدې دي بل هېڅ هېواد ته نه دي نږدې.”

خو بلوچستان؛ هغه سیمه چې د ایران په سویل ختیځ کې ځای لري، چې د کرمان کویر څخه په ختیځ کې بم او د بشاګرد غرونه او د سند لویدیځو پولو، پنجاب او هند رانغاړي. په کره ډول یې پولې نه شو ځانګړې کولی، خو په عمومي ډول یې مساحت ۶۹۰،۰۰۰ کلیو متر مربع تخمین کېږي. دا ځمګه توده، وچه او غرنۍ او خلک یې بلوڅ (حنفي) مذهبه سُني دي. بلوچستان د تاریخ په اوږدو کې د ایران او هند د نفوذ حوزو او په کال ۱۸۷۰م کې په رسمي ډول د ایران او هند (بیا وروسته پاکستان) ترمنځ وېشل شوی.

آماج چې د هېواد څو ښاریانو سره خبرې کړې دي او دوی هم پر خپلو شخصي پاڼو د پاکستان پر پوځ د بلوچستان آزادي غوښتونکي پوځ له بریدونو هرکلی کړی، وايي چې د هېڅ انسان له مرګ څخه خوښ نه دي، خو مینه لري هغه درد چې په تېرو څو لسیزو کې د پاکستان له لوري د افغانستان خلکو لیدل، هغه درد بېرته پاکستان ته ورکړل شي. دوی په افغانستان کې راغلی وضعیت د پاکستان له لاسه ګڼي او باور لري چې دا بریدونه به د وخت په تېرېدو سره ډېر هم شي.

له دې سره، احتشام افغان؛ د محسن داور په رهبری د ملي جمهوري حزب غړی له آماج سره په خبرو کې وايي چې د پاکستان پر پوځ وروستیو بریدونو کې، د یاد هېواد د استخباراتو لاس دی.

نوموړي زیاته کړي: “زما په اند په اوسنیو بریدونو کې تر ډېره خپله د پاکستان استخباراتو اداره لاس لري او له دې څخه د پاکستان پالیسي جوړونکي په څو ډوله ګټه ترلاسه کوي، یو دا چې نړۍ به ووېرېږي چې پاکستان یو اټومي قدرت دی او هغه وسلې چې پاکستان لري د ترهګرو لاس ته ونه لوېږي.”

د نوموړي په وینا دا ځل پاکستان غواړي د چین په ضد له امریکا سره “معامله” وکړي. نوموړی ټينګار کړي؛ چې پاکستان ته زیان ورسېږي، خو د پاکستان موخې لویې دي.

په ورته وخت کې افغان څرګنده کړې چې پر پاکستاني ځواکونو به ډېر بریدونه وشي او په دې کې به د پاکستان استخبارات پښتانه هم موخه وګرځوي، دوکاله وړاندې د پاکستان پوځ د وزیرستان قبایلي سیمې ملیشو ته سپارلې دي او پر ډیورنډ کرښه یې پښتنو ملیشو ته دنده سپارلې؛ چې اوس هغه ځوانان چې وژل کېږي، ۹۵ سلنه یې پښتانه دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی ، نصیر احمد شیرزی وایي چې د طالبانو له رامنځته کېدو سره پاکستان د نړیوالې ټولنې، سیمې هېوادونو، افغانستان خلکو او حتا د پاکستان یو شمېر خلکو له نیوکو سره لاس او ګریوان شوی او کرکه ورنه کېږي. د نوموړي په وینا، پاکستان له دې ستونزو د ځان وېستلو لپاره ښه مهارتونه لري.

شیرزي له آماج سره په خبرو کې وویل: “پاکستان چې خپله د ترورېزم ملاتړ او صادر کوونکی دی؛ خپله ښه پوهېږي چې په څه ډول او چېرته له ترهګرو ډلو ګټه واخلي، اوس هم کوم شورشونه او چاودنې چې پاکستان کې شوې دي د پاکستان استخباراتي پروګرام یوه برخه ده، ځکه دوه موخې لري له یو لوري غواړي نړیوالې تولنې او نړۍ ته وښايي چې موږ له طالبانو سره ستونزې لرو او یا د افغانستان لپاره زموږ لپاره هم سرخوږی شوی او له دې سره غواړي له نړیوالې ټولنې او د افغانستان له خلکو امتیاز ترلاسه کړي. بل پلو پاکستان هڅه کړي له خپلو دې کړنو سره، ځکه چې له طالبانو څخه د ملاتړ له امله یې د نیوکو څپې ورپسې شوې، غواړې طالبان د افغانستان خلکو ته خواږه وښايي.”

نوموړی همداشان پر پاکستان د بریدونو له امله د افغانستان د ځوانانو خوښي په دې ډول بیان کړه: “همدا خوښي چې د افغانستان ځوانان یې لري دا د پاکستان د استخباراتي پروګرامونو یوه برخه ده چې ګواګي طالبانو له پاکستان سره ستونزه پیدا کړې او یا مخالف شوي په داسې حال کې چې حقیقت په دې ډول نه دی، حقیقت د پاکستان د پردې تر شا لوبې دي. دوی غواړي طالبان او د افغانستان خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او په رسمیت وپېژندل شي، بل پلو دوی د خلکو سترګو ته د خاورو شیندلو په لټه کې دي، د ځوانانو دا خوښۍ او د پاکستان چاودنې دوامداره نه دي. پاکستان په ښه ډول کولی شي له دې موضوعاتو په خپله ګټه کار واخلي، په دې اړه چې دا شخړې د پاکستان او طالبانو ترمنځ څومره فاصله رامنځته کوي، د طالبانو په لوړه کچه کې هېڅ قطعي بدلون نه راځي خو ځکه چې استخباراتي لوبه ده د طالبانو په ټيټه کچه کې یو څه اندازه د پاکستان پر ضد کېږي، خو اغېز نه کوي، بناً پاکستان هماغه پخواني فعالیت ته چې ټولې نړۍ ته د ترورېزم د تربیې او صادرول دي، دوام ورکوي او تل له دې موضوعاتو ګټه اخلي او بیا هم د ترورېزم په وړاندې د جګړې په بهانه د نړۍ له لویو قدروتونو یو اندازه پیسې ترلاسه کوي.”

له دې سره چې په پاکستان کې د بلوڅانو او پښتونو د بریدونو په اړه اندونه توپیر لري، خو هغه څه چې په افغانستان کې په یو ډول دي، د یاد هېواد د ويجاړوونکوو سیاستونو په وړاندې د ځوان نسل د نفرت حس دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ