د بلوچستان بېلتون غوښتونکي پوځ رهبر د پاکستان پر پوځ د لا ډېرو بریدونو خبرداری ورکړی

لخوا Aamaj News

په بلوچستان ایالت کې د پاکستان پوځ پر پوځي مرکزونو له برید درې ورځې وروسته، اوس بلوچستان بېلتون غوښتونکي پوځ رهبر، بشیر زیب په یوه شل دقیقه‌اي ویډیو کې د پاکستان پر پوځ د بریدونو له دوام خبرې کړي.

د بلوچستان بېلتون غوښتونکي پوځ رهبر، پر امریکایي وسلو او تورو جامو سمبال سرتېرو سره ادعا کړي چې د پاکستان نوشکي او پنجګور بریدونو کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو ۱۶ جنګیالي وژل شوي او ۱۹۶ پاکستاني پوځیان یې هم وژلي، په داسې حال کې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي و چې دا یو ناکام برید و او ډېر کمه مرګ ژوبله یې درلوده.

بشیر زیب په داسې وخت کې دا خبرې کړي، چې د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته، د پاکستان پر پوځ د بلوچ بېلتون غوښتونکو بریدونو زور اخیستی او پاکستان چارواکو ویلي؛ چې لا هم هند په افغانستان کې شتون لري او د هغه هېواد استخبارات د افغانسان له خاورې څخه د پاکستان په وړاندې بریدونه پلان کوي او وروستي بریدونه هم له هند او افغانستان څخه مدیریت کېدل.

د بلوچستان بېلتون غوښتونکی پوځ په وسلوال ډول د پاکستان حکومت په وړاندې جګړه کړې او له پاکستان څخه د بلوچستان خاورې د بېلولو په لټه کې دي. دوی وايي؛ چې د ظلم او بې عدالتۍ په وړاندې ولاړ دي. هغه موضوع چې تل د پاکستان حکومت له لوري رد شوې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ