د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار تېره ورځ ویلي؛ چې د پاکستان پوځ د پاکستان طالبانو تحریک سره د اوربند پای اعلان کړی او له افغانستان سره په مرزي سیمو کې یې د دوی د ځپلو عملیات پبل کړي.
افتخار زیاته کړې: “د پاکستان طالبانو تحریک سره د سولې خبرې اترې د ځنډ په حال کې دي او د یادې شبکې په وړاندې پوځي عملیات دوام لري او داسې شرایطو شتون درلود چې زموږ لخوا د خبرو اتر وړ نه و، له دې امله اوس کوم اوربند شتون نه لري.”
دا په داسې حال کې ده؛ چې د پاکستان حکومت لخوا د پاکستان تږطالبانو تحریک سره د یو میاشتني اوربند له اعلان وروسته، دې ډلې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان امنیتي ځواکونو باندې څو بریدونه وکړل.
د یادونې وړ ده؛ چې د ځینو راپورونو له مخې، دا اوربند د افغانستان طالبانو په منځګړيتوب شوی و.
ویل کېږي چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست او د حقاني شبکې رهبر سراج الدین حقاني د یاد اوربند په رامنځته کولو کې مهم رول درلود.