د افغانستان په زړه کې د پاکستان د ویزې توره سوداګري؛ “د هرې ویزې بیه ۵۰۰ امریکايي ډالره ده”

لخوا Aamaj News

د دې سربېره چې له څو میاشتو راپدېخوا کابل کې د پاکستان سفارت په آنلاین بڼه د ویزو د وېشل لړۍ هم پیل کړې، خو یاد بهیر لا هم په افغانستان کې د غوښتونکو ستونزې نه دي هوارې کړې.

د پاکستان ویزې یو شمېر غوښتونکي د ترلاسه کولو له ستونزو یې شکایت او په وېش کې د پراخ فساد څخه خبرې کړي.

دوی وایي؛ چې د نړۍ هېوادونو ته د کډوالۍ لپاره لوی شمېر خلک باید لومړی پاکستان ته ولاړ شي. دوی زیاتوي؛ چې پاکستان سفارت هم له “خړو اوبو څخه د پام وړ ماهیان نیسي”.

دغه غوښتونکي آماج ته وایي؛ چې د آنلاین ویزه ترلاسه کولو لپاره یې غوښتنلیک ته یا منفي ځواب ورکول کېږي او یا هم هېڅ ځواب نه ورکول کېږي. دوی زیاتوي؛ که چېرې هغه سیاحتي شرکتونو ته ورشي چې د سفارت دننه اړیکې لري، د “۵۰۰ امریکايي ډالرو” په ورکولو سره ورته په ۲۴ ساعتونو کې ویزه راوباسي.

د پاکستان ویزې په اړه شکایتونه په داسې حال کې کېږي؛ چې د “جمهوریت” په وخت کې هم د ویزې ترلاسه کولو لپاره پاکستان سفارت ته ورتلونکو کسان په دې بهیر کې له ستونزو شکایت درلود.

له یادو غوښتونکو یو شمېر یې ویل؛ چې هغه مهال هم د پاکستان ویزې ترلاسه کول؛ د رستم اوو پړاونو څخه تېرېدولو په څېر وو. د پاکستان ویزې ترلاسه کوونکو باید د ویزې ترلاسه کولو لپاره د پاکستان سفارت دروازې شاته شپې او ورځې تېرې کړې وی.

د دې سربېره؛ څه موده وړاندې د پاکستان سفارت قنسولي برخې د رسنیز دفتر مسوول، د پیسو په وړاندې د ویزې صادرولو اعاوې رد کړې وې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ