د پاکستان (ډان) ورځپاڼې راپور ورکړی، چې یو شمېر پاکستاني سناتورانو په افغانستان کې له بشر ناورین څخه په اندېښنې خبرداری ورکړی، چې دا بحران کولی شي د پاکستان ملي امنیت ته بدې پایلې ولري.
د یاد راپور پر بنسټ، سناتور مشتاق احمد خان، د پاکستان اسلامي جماعت څخه د افغانستان خلکو د رنځ کمولو لپاره د عملي ګامونو پورته کولو غوښتونکی شو.
دغه سناتور امریکا او ملاتړي یې د افغانستان د ناورین مسوولین بللي او ټينګار یې کړي چې دافغانستان جګړه ځپلي هېواد کې د ماشومانو په ګډون یو لوی شمېر افغانان له لوږې سره مخ دي نوموړي له پاکستان حکومت څخه وغوښتل چې د افغانانو لپاره طبي امکانات برابر کړي او ناروغانو لپاره ویزه کې آسانتیاوې رامنځته کړي.
د پاکستان خلکو حزب پخواني رئیس میان رضا رباني په خپله وینا کې ټينګار کړی چې پاکستان به د افغانستان له ناورین اغېزمن شي او دا ناورین به د پاکستان پر ملي امنیت اغېز وکړي.
رباني د اسلامي همکاریو سازمان د وروستۍ ناستې په اړه وویل چې دا سازمان یوازې ژمنې کړي او تل د اسلامي هېوادونو د رنځ لیدونکی دی.
رباني پاکستان ته له افغانستان څخه د ترورېزم د ننه کېدو په اړه د طالبانو ژمنو ته په اشارې سره، له پاکستان طالبانو سره د پاکستان دولت خبرې تر پوښتنې لاندې راوستې او زیاته یې کړه چې اوربند تل د پاکستان طالبانو تحریک له لوري نقض شوی.
د پاکستان خلکو حزب پارلماني رهبر، شیري رحمان وویل چې یوازې پاکستان په افغانستان کې دبشري ناروین د حل مسوول نه دی، بلکې نړیواله ټولنه باید خپل اړین رول ولوبوي.
نوموړي څرګنده کړې، چې افغانستان مسایل په تړاو د پاکستان بهرني سیاست په مسایلو کې روڼتیا شتون نه لري.