د چین بهرنیو چارو وزیر کین ګانګ پاکستان کې د بریدونو له زیاتېدو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له خپل پاکستاني سیال غوښتي، چې دې هېواد کې د چین د وګړو د امنیت په اړه جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي ګانګ زیاته کړې: «هیله لرو چې په دې اړه د اسلامآباد دولت جدي پاملرنه ولري او قوي امنیتي چمتوالي ونیسي.»
په ورته وخت د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خپل چیني سیال ته ډاډ ورکړی، چې پاکستان کې د چین وګړو، موسساتو او پروژو امینت کې به له هېڅ ډول هڅې لاس په سر نه شي.
ویل کېږي چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دا ټلیفوني اړیکه د پاکستان په غوښتنه شوې ده او همداشان دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو باندې ولاړ استراتژیک ګډون په وړاندې تګ باندې هم ټینګار کړی دی.