له طالبانو څخه د اسلام‌آباد زړه ماتوالی؛ د طالب ضد سیاستوالو سره د پاکستان (آی‌اس‌آی) د رئیس په ناسته کې څه تېر شول؟

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي؛ چې د پاکستان استخباراتي ادارې رئیس جنرال ندیم احمد انجم، د یاد بنسټ لومړي مرستیال جنرال حسن، د افغانستان برخې مسوول جنرال راشد او د پاکستان ځينو نورو استخباراتي او پوځي څېرو د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان شمال پوځي – سیاسي رهبرانو له ډلې له مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور او محمد محقق سره لیده کاته کړي.

سرچینې زیاتوي؛ چې یاده ناسته کې پاکستاني چارواکو د افغانستان قومونو ترمنځ د قدرت او برابرۍ پر وېش ټينګار کړی په افغانستان کې یې د طالبانو له تریخ او انحصارونکي چلند څخه خپله ناخوښي ښودلې.

په دغه ناسته کې چې د آی‌اس‌آی د رئیس په غوښتنه جوړه شوې وه، جنرال انجم په افغانستان کې له شته وضعیت او د ټولو توکمونو په ګډون د یو ټول ګډونه جوړښت پر جوړولو د طالبانو نه تنکین څخه خپله ناخوښي څرګنده کړه.

بل پلو طالب ضد سیاستوالو ویلي؛ چې له اوسنۍ تګ لارې سره د افغانستان اداره کولو امکان نشته او دا حکومت د افغانستان خلکو سره نه ښايي. د شمال سیاسي څېرو پاکستانیانو ته ویلي چې یو اړخیز حکومت دوام نه شي کولی او د افغانستان ستونزې به د پاکستان لمنې ته هم ولوېږي.

دغه سیاسي څېرو پاکستاني چارواکو ته څرګنده کړې؛ چې طالبانو په تېرو شپږ میاشتو کې وښوده چې اهل د حکومتوالۍ نه دي او شته وضعیت هم د هېچا په ګټه نه دی. د خلکو ناخوښي او بېوزلي او د نړۍ په وړاندې د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژندل هم، د دوی د حاکمیت له ناکامۍ څخه حکایت کړي.

سرچینې وایي؛ چې په یاده ناسته کې پاکستاني چارواکو په ښکاره ډول ویلي چې په هره ممکنه لاره به پر طالبانو فشار راوړي تر څو د ټولو توکمونو په ګډون یو ټول ګډونه حکومت ته غاړه کېږدي.
سرچینو زیاته کړې؛ چې یاده ناسته کې طالب ضد سیاستوالو په ښکاره ډول ټينګار کړی، چې متعصب او پیلیز جوړښت ورته د منلو وړ نه دی او که چېرې طالبان د یو ټول ګډونه، مډرن او د خلکو د اړتیا او ادارې پر بنسټ جوړښت ته چمتو نه شي، له هرې ممکنې لارې به ګټه واخلي او په پایله کې که بیا هم بدلون رانغلو؛ جګړې ته به هم موخه وکړي او په پای کې به د هر ډول ګډوډۍ پایله طالبانو ته ورګرځي.

دوی د پاکستان د استخباراتو رئیس ته ویلي چې د شته وضعیت په وړاندې یې د تحرک نشتون د نړۍ او سیمې د هېوادو د لیدلوري پر بنسټ و، چې باید طالبانو ته شپږ میاشتې وخت ورکړل شي، خو د دوی په باور په دې شپږ میاشتو کې هېڅ مثبت بدلون نه دی راغلی.

د افغانستان شمال سیاستوالو سره د پاکستان استخباراتو رئیس لومړۍ ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې د طالبانو له واکمنۍ څخه د شپږ میاشتو په تېرېدو هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

WSLA Radio - WSLA November 5, 2023 - 9:32 am

Great post Thank you. I look forward to the continuation.

ځواب

یو نظر پریږدئ