د پاکستان د «د نیوز انټرنیشنل» ورځپاڼې سرمقاله: طالبان د داعش خراسان ډلي له اصلي ګواښ سره مخامخ دي

لخوا Aamaj News

د پاکستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون غوښتونکو او په افغانستان کې د شیعه ګانو پر زیارتونو او جوماتونو د داعش خراسان له خوا د بریدونو له زیاتېدو وروسته، د پاکستان «د نیوز انټرنېشنل» د «ماتېدونکې سولي» تر سرلیک لاندې په یوه سرمقاله کې دا موضوع تر پوښښ لاندې راوستې.

سرمقاله لیکونکي په پیل کې د افغانستان او پاکستان ګډ ګواښ ته په اشارې سره وویل، له طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ لامل د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو د پټنځایونو له منځه وړل و، چې داسې ونه شو.

په لیکنه کې راغلي، «د افغانستان او پاکستان پر پوله وضعیت مخ په خرابېدو دی او افغانستان هم په خپله پوله کې له جدي ګواښ سره مخ دی.»

په دې مقاله کې د افغانستان په خاوره کې د داعش خراسان وروستي بريدونه څېړل شوي او ليکل شوي چې دا د افغانستان د ثبات او راتلونکي لپاره بد خبر دی.

د دغي ليکني په پای کي راغلی, هغه څه چې طالبان اوس ورته اړتیا لري د تاوتریخوالي او ترور په وړاندې دوه اړخیز چلند دی. لومړی، د تحریک طالبان پاکستان اډې چي په افغانستان کي شتون لري, له منځه یوسي. دوهم، طالبان د داعش خراسان له واقعي ګواښ سره مخ دي او د دې ګواښ د مخنیوي لپاره یوې مناسبې تګلارې ته اړتیا ده. «د طالبانو حکومت باید په دې پوه شي چې د دواړو هېوادونو د پرمختګ یوازینۍ لار په خپلو پولو کې دننه او بهر د سولې لپاره هلې ځلې دي.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ