پاکستان د امریکايي الوتکو لخوا د دغه هېواد هوايي حریم کارول «بې اساسه تورونه» وبلل

لخوا Aamaj News

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا بې پیلوټه الوتکې لخوا په افغانستان کې د برید لپاره د دغه هېواد هوایي حریم کارولو ادعا رد کړې او هغه یې «بې اساسه تورونه» وبلل.

دغه وزارت تېره شپه (یکشنبه، وږې ۶مه) په یوه اعلامیه کې د ملا یعقوب څرګندونې بې مدرکه وبللې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عاصم افتخار احمد د ملا یعقوب مجاهد خبرې «ډېر د تاسف وړ» او «د مسوولانه رسمي څرګندونې د اصولو خلاف» بللې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، هېواد یې د پاکستان له هوايي حریم څخه د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د کارولو په اړه د طالبانو د دفاع وزیر ادعاوو ته په جدي اندېښنې سره پاملرنه کړې ده.

هغه ویلی: «د شواهدو پرته، لکه څنګه چې د طالبانو وزير پخپله د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د ترهګرۍ ضد په عملياتو کې د پاکستان له هوايي حريم څخه په استفادې اعتراف کړى دى، دا ډول فرضي ادعاوې ډېر د تاسف وړ دي او د مسوولانه ډيپلوماتيکو چلند د معيارونو سره په ټکر دي.»

نوموړي زیاته کړې: «پاکستان د ټولو هیوادونو په حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا باندې په خپل عقیده ټینګار کوي او ترهګري په هر ډول او بڼه غندي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د بل هر هیواد په وړاندې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ د نه کارولو په اړه د دې هیواد د نړیوالو ژمنو د عملي کولو څخه دې ډاډ حاصل کړي.

د طالبانو دفاع وزیر، محمد یعقوب مجاهد تېره ورځ وویل چې د دوی اطلاعات ښيي چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته داخلیږي. هغه وويل: «موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې اجازه ورنکړي چې هوايي حريم یې زموږ پر ضد وکارول شي.»

باید وویل شي چې امریکا په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په کابل کې یې د القاعدې مشر، ایمن الظواهري په یوه هوايي برید کې وژلی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ