د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې یوه مطبوعاتي ناسته کې د افغانستان له وضعیت څخه په اندېښنې سره ویلي چې افغانستان یو «بېثباته» هېواد دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ (پنجشنبه د لېندۍ ۱۷مه) ویلي چې اسلامآباد د ترهګرۍ قرباني شوی دی.
آغلې بلوچ زیاته کړې چې بېثباتۍ په افغانستان او سیمه کې داسې وضعیت رامنځته کړی؛ چې د پاکستان ډېری وګړي او امنیتي پرسونل خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د پاکستان دا اندېښنه په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ کابل کې د دې هېواد سفیر باندې برید وشو او یو ساتونکی یې سخت ټپي شو.