د پیسو مینځلو او د ترهګرو د تمویل ضد نړیوال سازمان خبر ورکړی چې د پاکستان نوم نور د دې سازمان په خړ لیست کې شتون نه لري. پاکستان په ۲۰۱۸ کال کې په دغه لېست کې شامل شو.
د مالي کړنو ځانګړې ډلې رییس تي راجا کومار پاریس کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل چې دا پرېکړه به د اسلامآباد نړیوال باور پیاوړی کړي.
نوموړي زیاته کړې: «پاکستاني چارواکي له ډېرو هڅو وروسته،د دوو جلا پروګرامونو له لارې، وتوانیدل چې د پیسو مینځلو او د تروریزم د تمویل ضد سیسټمونو کې نیمګړتیاو ته د رسیدو لپاره د اړتیا وړ ۳۴ توکي بشپړ کړي.»
نوموړي زیاته کړې چې د پیسو مینځلو او د ترهګرو د تمویل سره د مبارزې لپاره د څار نړیوالې ډلې یو ټیم پاکستان ته تللی او په دې برخه کې د پاکستان له کړنو څخه راضي دی.
د دغه سازمان په خړ نوملړ کې شاملېدو پر پاکستان اقتصادي فشارونه زیات کړي وو او د پیسو له نړیوال صندوق او نړیوال بانک څخه یې نړیوالو پورونو ته لاسرسی کم کړی و.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له دې کړنې هرکلی کړی او په یو ټوېټ کې یې لیلکي: «د FATF له خړ نوملړ څخه د پاکستان وتل د کالونو په لړ کې زموږ د دوامداره هڅو ښکارندویي کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې لا هم له پاکستان څخه د ترهګرو د ملاتړ او تمویل له امله نیوکې پر خپل ځای دي.