د پاکستان لومړی وزیر: په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري

لخوا Aamaj News

د پاکستان لومړي، وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په ۷۷مه عمومي غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې القاعده، داعش، د پاکستاني طالبانو تحریک، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبېکستان اسلامي خوځښټ ډلې فعالیت لري.

د پاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې د طالبانو پر حکومت نیوکې کوي چې دغه هېواد د طالبانو په ملاتړ تورن دی.

د پاکستاني طالبانو تحریک، د پاکستان لپاره تر ټولو ستر امنیتي ګواښ بلل کیږي او تر اوسه د افغان طالبانو په منځګړیتوب له دغې ډلې سره د سولې لپاره د اسلام اباد هڅې پایلې ته نه دي رسېدلي.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د لومړي وزیر د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې دغې ډلې تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ