په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ یو سرتېری ووژل شو

لخوا Aamaj News

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د شمالي وزیرستان په دواتو سرحدي سیمه کې د دغه هېواد د پوځ یو سرتېری د «افغانستان له دنني څخه د ترهګرو» له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ د «ترهګرو» له خوا د افغانستان له خاورې د کار اخیستلو په غندلو سره له طالبانو وغوښتل چې ترهګرو ډلو ته دا ډول اجازه ورنکړي.

د وژل شوي سرتېري نوم سپوی نظر محمد و او ۳۴ کاله عمر یې درلود.

له نږدې یوې میاشتې راهیسي دا څووم ځل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي کرښه کې ترینګلتیا د پاکستاني سرتېرو څخه قرباني اخلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ