د افغانستان د روباټیکو نجونو د ټیم کپتانې، سمیه فاروقي د ملګرو ملتونو په ٧٧مې عمومې غونډه کې د وینا په ترڅ کې د نړۍ مشرانو ته په خطاب کې ویلی چې اجازه مه ورکوئ، افغانستان د نجونو د هیلو هدیره شي.
د افغانستان د روباټیکو نجونو د ټیم کپتانې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د نړۍ د مشرانو په شتون وینا کړې ده.
نوموړې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې سره د نړۍ مشرانو ته ویلی: «که افغان نجونې د زده کړو مستحقې دي، مه پرېږدئ چې زه او زما افغانې خویندې د نړیوالو سیاستونو قرباني شو.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د نړیوال مشروعیت د نه لرلو له امله د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ غونډي ته نه دی رابلل شوی.
د يادونې وړ ده چې په دې غونډه کې به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست، نصيراحمد فايق د افغانستان په استازيتوب خبرې وکړي.
1 تبصره
I appreciate you sharing this blog post. Thanks Again. Cool.