پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه د امریکا له ځانګړي استازي سره خبرې وکړې

لخوا Aamaj News

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، بلاول بوټو زرداري د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي، توماس ویسټ سره په کتنه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (دوشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې ښاغلي زرداري او توماس ویسټ په نیویارک کې سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د ګډو موخو په اړه د همکاریو پر دوام او د افغانستان د روان وضعیت په اړه پر دوامداره هڅو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز په افغانستان کښې بشردوستانه مرستو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې دغه شان سناریو کولای شی د مهاجرینو د ډله ایزې کډوالۍ سبب شی او په سیمه کښې د ترهګرو ډلو د استثمار لپاره مناسب چاپیریال برابر کړي.

له بلې خوا توماس ویسټ په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان د هڅو هرکلی کړی او زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی اوس هم یو لومړیتوب دی.

اړوند لیکنې

1 تبصره

แทงหวยออนไลน์ November 12, 2023 - 6:30 am

… [Trackback]

[…] Read More to that Topic: aamajnews24.com/ps/pak-60/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ