پاکستاني سناتور: افغان طالبانو هر کال پاکستان کې د جنایت‌کوونکو کړنو څخه ۲۰۰ میلیون ډالره ترلاسه کول

لخوا Aamaj News

پاکستاني سناتور مصطفی نواز ادعا کړې چې د افغانستان طالبان هر کال په پاکستان کې له جنایت‌کوونکو کړنو څخه شااوخوا ۲۰۰ میلبون ډالره ترلاسه کول.

یاد پاکستاني سناتور په یو ټوېټ کې لیکلي چې دا موضوع د پاکستان پارلمان د ملي امنیت کمیټې په ناسته کې یو لوړ پوړي دولتي چارواکي روښانه کړې ده.

مصطفی نواز افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا پاکستاني طالبانو ته پناه ورکول د پوښتنو را پاروونکې بللې ده.

نواز وایي چې د افغانستان طالبان نه باید پاکستاني طالبانو ته اجازه ورکړي، چې د افغانستان له خاورې ګټه واخلي.

د یاد پاکستاني سناتور د ادعا په اړه طالبانو لا څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان طالبانو تل ټینګار کړی، چې اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو په وړاندې ګټه واخیستل شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ