پاکستان له سیلاب ځپلو سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه

لخوا Aamaj News

پاکستان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دغه هېواد کې د سېلاب ځپلو لپاره چې څه باندې ۱۰۰۰ کسانو ته رسېږي، نورې مرستې هم وکړي.

اسوشېټېډ پریس تېره ورځ (شنبه) خبر ورکړى چې دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې الوتکو د يوه بشردوستانه هوايي پله له لارې دغه هېواد ته بشري مرستې لېږدولې دي.

د پاکستان د دولت د لومړنیو اټکلونو پر بنسټ، بارانونو او سېلابونو په دغه هېواد کې ۱۰ میلیارده ډالره زیان اړولی دی.پاکستان له سیلاب ځپلو سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه

پاکستان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دغه هېواد کې د سېلاب ځپلو لپاره چې څه باندې ۱۰۰۰ کسانو ته رسېږي، نورې مرستې هم وکړي.

اسوشېټېډ پریس تېره ورځ (شنبه) خبر ورکړى چې دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې الوتکو د يوه بشردوستانه هوايي پله له لارې دغه هېواد ته بشري مرستې لېږدولې دي.

د پاکستان د دولت د لومړنیو اټکلونو پر بنسټ، بارانونو او سېلابونو په دغه هېواد کې ۱۰ میلیارده ډالره زیان اړولی دی.

ځینې ​​چارواکي او کارپوهان، موسمي غیر معمولي بارانونه او سیلابونه د اقلیم د بدلون لامل بولي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش د سیلاب ځپلو سیمو د لیدنې او له پاکستاني چارواکو سره د کتنې لپاره د سپټمبر په نهمه، پاکستان ته سفر وکړي.

د دې اونۍ په پیل کې، ملګرو ملتونو او پاکستان په ګډه د ١٦٠ ملیون ډالرو مالي مرستې غوښتنه وکړه.

د پاکستان د طبیعي پېښو د مخنیوي ملي ادارې په خپل تازه راپور کې د قربانیانو په شمېر کې د ۵۷ وژل شویو د زیاتېدو کېدو خبر ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د سېلابونو له امله تر اوسه ۱۲۶۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځینې ​​چارواکي او کارپوهان، موسمي غیر معمولي بارانونه او سیلابونه د اقلیم د بدلون لامل بولي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش د سیلاب ځپلو سیمو د لیدنې او له پاکستاني چارواکو سره د کتنې لپاره د سپټمبر په نهمه، پاکستان ته سفر وکړي.

د دې اونۍ په پیل کې، ملګرو ملتونو او پاکستان په ګډه د ۱۶۰ ملیون ډالرو مالي مرستې غوښتنه وکړه.

د پاکستان د طبیعي پېښو د مخنیوي ملي ادارې په خپل تازه راپور کې د قربانیانو په شمېر کې د ۵۷ وژل شویو د زیاتېدو کېدو خبر ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د سېلابونو له امله تر اوسه ۱۲۶۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ