پاکستان له افغانستان څخه د پیازو او روميانو د واردولو جواز صادروی

لخوا Aamaj News

د پاکستان دان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت د خوراکي توکو د بیو د ثبات لپاره د خپلو هڅو په دوام له افغانستان او ایران څخه د پیازو او روميانو د واردولو جواز صادروي.

دان ورځپاڼې نن (چهارشنبه، وږې ۹مه) خبر ورکړی چې د پاکستان د خوړو وزارت پرېکړه کړې چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د پیازو او رومیانو د واردولو جواز صادر کړي.

دغه وزارت همداراز د مالياتو له فدرالي بورډ څخه غوښتنه کړې چې د راتلونکو دریو میاشتو لپاره د پیازو او روميانو پر وارداتو مالیه او محصولات لغوه کړي او تمه لري چې دا امر سمدلاسه پلي شي.

د پاکستان د خوراکي توکو د امنیت او ملي څېړنې وزارت زیاته کړې چې دغه اقدامات په بازار کې د لومړنیو توکو د عرضې ډاډمنولو او د بیو د ثبات لپاره ترسره شوي.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې د ويجاړونکو سيلابونو له راوتلو وروسته، په دغه هېواد کې د خوراکي توکو بيې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

RadioSpinner - Sea Sleep November 5, 2023 - 1:24 am

Wonderful post! We will be linking to this great article on our site. Keep up the great writing

ځواب

یو نظر پریږدئ